د کډوالو چارو وزارت او بنسټونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شول
دغه تړونونه چې ټولټال څه باندې ۳۱۰ میلونه افغانۍ او ۷۸۲ زره امریکایي ډالر ارزښت لري، د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۷ مه
د داخلي بې ځايه شويو ریاست رئيس مولوي سردار شېرزاد چې د مهاجرینو وزارت په استازيتوب يې دغه سندونه لاسليک کړل.
مولوي سردار شیرزاد د هېواد اړمنو خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې پر روڼتيا او ايماندارۍ د ټينګار تر څنګ وويل: چې اوس د پلانونو او کار وخت دی او د اسلامي امارت په چوکاټ کې باید د آبادۍ بنسټ کیښودل شي. هغه یو ځل بیا له همکارو بنسټونو وغوښتل، چې خپلې پروژې په هغو سیمو کې پلې کړي، چې په تېرو شلو کلونو کې له خدماتي پروګرامونو بې برخې دي.
ایران؛ لۀ افغان کډوالو سره ناوړه چلند د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي
د لاسلیک شویو سندونو له مخې، د عمل مرستې مؤسسې په کابل، هرات او لغمان ولایتونو کې د زیانمنو خلکو لپاره د ژغورنې او بشردوستانه غبرګون پروګرام پلي کړی، د DHSA مؤسسې په هرات ولایت کې د سیلابونو او جګړو زیانمن شویو کورنیو لپاره د سرپناه د مرستې پروګرام پلي کړی دی. د ORD مؤسسې دا پروګرام پلي کړی چې دا به په کندز، بدخشان او تخار ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پراختیايي پروژې او په هرات ولایت کې د خوراکي توکو د مرستې او روغتیا ساتنې مؤسسې (مرستیال) پروژې پلي کړي.
ایران ؛ لۀ افغان کډوالو سره ناوړه چلند د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي