متقي: افغانستان کې داعش ډله سخته ځپل شوې ده

متقي: افغانستان کې داعش ډله سخته ځپل شوې ده
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کلنۍ غونډې په څنډه کې د سیمې هېوادونو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
(2022 / 10 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متغی د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې داعش ماتې خوړلې او د برید توان یې له لاسه ورکړی دی.
د ا.ا د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دوشنبې په ورځ ۱۱ نېټه اعلان وکړ، چې د متقي او نیکولسن ترمنځ خبرې شوې دي.
د ښاغلي بلخي په وینا، توماس نیکولسن په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید خلک په ډله ییزه توګه مجازات نه شي، ځکه دا کار سولې او له ناامنیو سره مبارزه زیانمنوي.
په دې کتنه کې اروپايي لوري د کاج پر ښوونځي د بريد په غندلو سره وويل: “اوس په افغانستان کې داعش او نورې ترهګرې ډلې سختې ځپل شوي، د مقاومت او بريد توان يې له لاسه ورکړى او اوس پر بې دفاع خلکو بريدونه کوي.” دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له امله د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوي دي.
اړوند موضوعات:
امریکا: طالبان دې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کلنۍ غونډې په څنډه کې د سیمې هېوادونو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.






