امریکا: طالبان دې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي
امریکا : طالبان دې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې ته د فعالبت اجازه نه ورکوي
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي چې طالبان دې لکه څنګه چې یې ژمنه او امریکا سره هوکړه کړې افغانستان کې هېڅ ترهګریزې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
(2021 / 9 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي چې طالبان دې لکه څنګه چې یې ژمنه او امریکا سره هوکړه کړې افغانستان کې هېڅ ترهګریزې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مکنزي ویلي چې طالبانو لکه څنګه چې د قطر هوکړه لیک کې ژمنه کړې چې افغانستان کې به هېڅ ترهګریزې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي؛ باید اوس په خپلو ژمنو عمل وکړي او هېڅ ترهګریزې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنکړي.
تر دې وړاندې هم امریکایي لوړ پږړو چارواکو له طالبانو ورته غوښتنې کړې وې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا وویل چې داعش ډله افغانستان کې یو ګواښ دی او د دوی تر وتلو وروسته ممکن القاعده ډله هم افغانستان کې سر راپورته کړي.
د داعش ډلې د ځپلو لپاره امریکا ویلي ؤ چې که طالبان له امریکا وغواړي یاده ډله به افغانستان کې وځپي؛ خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي ؤ چې داعش ډله افغانستان کې ګواښ ندی او که وي هم دوی یې له منځه وړلی شي.