د کابل په دولتي روغتونونو کې د ډاکټرانو له ناوړه چلند څخه خلک شکایت کوي
د کابل په دولتي روغتونونو کې د ډاکټرانو له ناوړه چلند څخه خلک شکایت کوي
د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست قلندر عباد څه موده وړاندې ايران ته ولاړ او له دغه هېواد سره يې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو په موخه يو شمېر تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
(2022 / 10 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملالۍ زیږنتون په پلازمینه کې هغه ځای دی چې هره ورځ په سلګونو خلک د درملنې لپاره ورځي. د دغه روغتون یو ناروغ قیس یوې سیمه یيزې رسنۍ ته پۀ مرکه کې ویلي، چې یو شمېر ډاکټران له ناروغانو سره سخت چلند کوي او ځینې نور ډاکټران له ځانګړو درملتونونو سره د اړیکو له مخې خپلو ناروغانو ته نسخې لیکي.
هغه زیاتوي: که څه هم ځینې ډاکټران لوړې زده کړې لري؛ خو دوی له ناروغانو سره سخت چلند کوي او د ناروغانو د بې وزلۍ سره سره ډاکټران د درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ ناروغانو ته نسخې لیکي.» د بغلان اوسېدونکى ظهيرالدين، چې په دې وروستيو کې يې خپل ناروغ پلار د درملنې لپاره کابل کې یوۀ روغتون ته راوړى، وايي، چې د خپل پلار چې د وينې ناروغي لري، د درملنې لپاره يې څو کيلومتره مزل کړى؛ خو د دغه روغتون چارواکي دا خبره ردوي. ظاهرالدین زیاتوي: «په دولتي روغتونونو کې هیڅ پلټونکي نشته، ډاکټران یې سمه درملنه نه کوي او که منځګړی نه وي، ناروغ نه اخلي. موږ د روغتون د دروازې تر شا ولاړ یو.” هڅه مو وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت د چارواکو نظر هم واخلو؛ خو د دغه وزارت ویاند په دې اړه له ځواب ویلو ډډه وکړه. د دغه وزارت ویاند شرف زمان په دې وروستیو کې ویلي چې له دې وروسته هیڅ ډاکټر ته اجازه نه ورکول کیږي چې ناروغانو ته شفري نسخې ولیکي.
خو د سمو روغتيايي خدمتونو د نه لاسرسي له امله هره ورځ د هېواد سلګونه ناروغان د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي. یو شمېر ښاریان له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو لپاره هڅې وکړي.
اړوند موضوعات:
روغتیا وزارت: له دې وروسته ډاکټران د درملتونونو لپاره د ضفرې نسخې لیکلو حق نه لري
د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست قلندر عباد څه موده وړاندې ايران ته ولاړ او له دغه هېواد سره يې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو په موخه يو شمېر تفاهم ليکونه لاسليک کړل.