روغتیا وزارت: له دې وروسته ډاکټران د درملتونونو لپاره د ضفرې نسخې لیکلو حق نه لري

په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت د ویاند شریف زمان له خوا رسنیو ته لېږل شوې، ویل شوي چې د درملتون لپاره د شفري نسخه غیر قانوني ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه به ډېر ژر ټولو ادارو ته په رسمي مکتوب کې خبر ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزارت دا اقدام پداسې حال کې کوي چې یو شمېر هېوادوالو د درملو د بیو لۀ لوړوالي او د ډاکټرانو لۀ لوري د شفري نسخو لۀ لیکلو شکایت کړی دی.
(2022 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پریکړه کړې چې له دې وروسته به هیڅ ډاکټر ته اجازه نه ورکول کیږي چې له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ شفري نسخې ولیکي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت د ویاند شریف زمان له خوا رسنیو ته لېږل شوې، ویل شوي چې د درملتون لپاره د شفري نسخه غیر قانوني ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه به ډېر ژر ټولو ادارو ته په رسمي مکتوب کې خبر ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزارت دا اقدام پداسې حال کې کوي چې یو شمېر هېوادوالو د درملو د بیو لۀ لوړوالي او د ډاکټرانو لۀ لوري د شفري نسخو لۀ لیکلو شکایت کړی دی.
یو شمېر هېوادوال وايي چې ځینې ډاکټره داسې نسخې لیکي چې لۀ اړوند درملتون پرته نور درملتونونه یې نشي لوستلی.