هند افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر د امنیتي اندیښنو له کبله درولی

هند افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر د امنیتي اندیښنو له کبله درولی
په ورته مهال نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت بيا وايي، هند کې هېڅ داسې ترهګريز او امنيت ضد عمل نه دی شوی چې افغان وګړي پکې لاس ولري. د سفارت د چارواکو په خبره چې افغانانو ته د ويزو د نه ورکړې لپاره نوي ډيلي تر دې مهاله قانع کوونکی دليل نه دی ور وړاندې کړ
(2022 / 10 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر ويلي چې امنيتي اندېښنې د دې سبب شوې چې افغانانو ته د ويزو ورکړه له خنډونو سره مخ شي.
هندو ورځپانې ليکلي چې هغه پرون د پورته کېدونکي هند او نړۍ په نوم يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې تېر کال يې کابل کې ډيپلوماټيک حضور کمرنګی شو او د ويزو ورکړه له دې کبله له خنډونو سره مخ ده چې دوی د لوجستيکي ستونزو له کبله د ويزو اخيستونکو د هويت په تړاو ډاډ نه شي حاصلولی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې محال کوي چې څه موده وړاندې پاکستان د افغان محصلینو لپاره د درې کلونو لپاره ۴ نیم زره سکالرشیپونه اعلان کړل، چې راتلونکو درې وو کلونو کې به افغان محصلینو ته ورکول کېږي.
د دې سربېره هر کال پۀ زرګونو افغان محصلین د زده کړو لپاره د پاکستان ویزې ترلاسه کوي او هلته پۀ بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي.
اړوند موضوعات:
په زرګونو هند کې بند افغان مسافر ستونزو سره مخ دي
په ورته مهال نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت بيا وايي، هند کې هېڅ داسې ترهګريز او امنيت ضد عمل نه دی شوی چې افغان وګړي پکې لاس ولري. د سفارت د چارواکو په خبره چې افغانانو ته د ويزو د نه ورکړې لپاره نوي ډيلي تر دې مهاله قانع کوونکی دليل نه دی ور وړاندې کړی.






