په زرګونو هند کې بند افغان مسافر ستونزو سره مخ دي

د روان ميلادي کال د اګست مياشتي پر ۱۵مه نېټه کله چي طالبانو افغانستان ونیو، د ناروغو کسانو په شمول شاوخوا ۱۵۰۰ افغانان په هندوستان کي بند پاته شول. دغه افغانان له ډیرو مشکلاتو لکه پیسو له کمښت سره مخامخ دي او خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو په هیله دي.
(2021 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
ډېر افغانان خپل ناروغان د درملنې له پاره هندوستان ته بیايي. خو په دغو شپو او ورځو کې په هند کې د بندو افغانانو د خراب حالت په هکله له غمه ډک رپوټونه لاس پر لاس کیږي.
د روان ميلادي کال د اګست مياشتي پر ۱۵مه نېټه کله چي طالبانو افغانستان ونیو، د ناروغو کسانو په شمول شاوخوا ۱۵۰۰ افغانان په هندوستان کي بند پاته شول. دغه افغانان له ډیرو مشکلاتو لکه پیسو له کمښت سره مخامخ دي او خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو په هیله دي.
د کابل اوسیدونکی شیرآغا په داسې حال کې چې ستونی يې له ژړا ډک دی او خپل درې کلن ماشوم يې په غیږ کی نیولی وایي: «زه د خپل درې کلن ماشوم له پاره د دوو ورځو له پاره راغلی وم. د کابل تر سقوط وروسته لارې بندې شوې. یوه نیمه میاشت کیږي چې درې کلن ماشوم مې پرته له موره دلته دی. دلته د هندوستان حکومت پروازونو ته اجازه نه ورکوي.»
یو بل سړی چي اوښکي یې له سترگو بهیږي زیاتوي چي خپله ناروغه مېرمن يې له لاسه ورکړې ده او مجبور شوی چي مړی يې په هند کي ښخ کړي. هغه وايي: «میرمن مي سرطان درلود. ۱۷ ورځي مخکې وفات شوه. پیسې می نه درلودې چي مړی مي په یخچال کي ساتلی وای. په پردي هیواد کي مي ښخه کړه. اوس د خوراک له پاره پیسې نه لرم. د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوم چي موږ سره مرسته وکړي تر څو خپل هیواد ته ستانه سو.»
بشیر د کابل یو بل اوسیدونکی دی چي په هندوستان کي بند پاته دی. هغه وايي چي یوازي د زده کړې یوه پروگرام له پاره هندوستان ته راغلی وو: «د یوه آموزشي پروگرام له پاره د یوې شپې له پاره هند ته راغلی وم او د هند حکومت موږ ته د خروج اجازه نه راکوي. غواړم چي موږ ته د یوه بل هیواد له لاري اجازه راکړي تر څو افغانستان ته ستانه شو.»
یوه سپین سرې ښځه چي په سرطان اخته ده وايي چي حتی خپل د اطاق د کرايي پیسې نه لري.
«یوازي مي د ۱۲ یا ۱۳ ورځو پیسې درلودې. د خدای له پاره یوه لار پیدا کړی. پرون يې له کوره وایستلم. پر سړک باندي پاتې یم»
افغان خبریاله راضیه موسوي چي د افغانانو په ډله کي په هند کي بند پاته ده، وويل چي ټولو دغو افغانانو په قانوني ډول او ویزې په لرلو سره هندوستان ته سفر کړی دی او غواړي بیرته افغانستان ته ستانه سي.
«موږ د دې غوښتنه لرو چي ډیر ژر راته د بیرته ستنیدو زمینه برابره سي. ډېر افغانان د خپلو اطاقونو د کرایې او حتی خوراک پیسې نه لري.»
د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته، ملکي پروازونه په ټپه ودریدل او تر اوسه افغانستان ته له بشردوستانه او طبي مرستو بار الوتکو پرته، یوازي ایران او پاکستان ته محدود ملکي پروازونه له سره پیل شوي دي. معلومه نه ده چي د هند او افغانستان ترمنځ پروازونه به کله پیل شي.
دغه افغانان له هندوستان او افغانستانه غواړي چي حتی که د مځکې له لارې هغوی ته د سفر زمینه برابره شي هم آماده دي چي خپل هیواد ته ستانه سي.
هغوی وايي چي له یوې میاشتي راهیسي د هندوستان د حکومت، طالبانو او په هند کې د افغانستان د سفارت او همدرانگه نړیوالو بڼسټونو له خوا د هغوی د ستونزو د حلولو له پاره هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.






