ملا یعقوب خپلو سرتېرو ته: دولتي اسرار مه افشاء کوئ

0
99

ملا یعقوب خپلو سرتېرو ته: دولتي اسرار مه افشاء کوئ

د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد  نن په یوه غونډه کې پخپلو سرتېرو غږ کړی چې عمومي عفوه شوې، د عفوې باوجود خلک مه زورئ او د امارت له نوم نه په استفادې خپلې عقدې مه سړوئ.

 

(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد  نن په یوه غونډه کې پخپلو سرتېرو غږ کړی چې عمومي عفوه شوې، د عفوې باوجود خلک مه زورئ او د امارت له نوم نه په استفادې خپلې عقدې مه سړوئ.

نوموړي وویل چې له ډیرو ولایتونو د شخصي دښمنیو او عقدو پر اساس د پخوانیو عسکرو د وژلو خبرونه خپرېږي چې دا د امر سرغړونه ده او هرڅوک چې داسې کړنې کوي باید جزا ورکړل شي.

ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړه چې طالبان دې هرځای نه داخلېږي، دولتي ودانیو ته دې نه ځي، هرځای دې ویډیو ګانې نکوي، نادیده نادیده دې نکېږي او امارت دې نه شرموي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو داسې ویډیو ګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې طالبان په ځینې ځایونو کې شرموونکي حرکات ترسره کوي.

Leave a reply