ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالب مشرانو د سفر بندیز لرې کړ

0
240

ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالب مشرانو د سفر بندیز لرې کړ

د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو د امریکا په غوښتنه پر ۱۴ طالب مشرانو د سفر د بندیز لغوه کولو غوښتنه څېړلې او پرېکړه یې کړې ده چې دا بندیز لرې کړي.

 

 

(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا د ا.ا.ا پر مشرانو لګول شوی د سفر بندیز لغوه کړی دی.

د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو د امریکا په غوښتنه پر ۱۴ طالب مشرانو د سفر د بندیز لغوه کولو غوښتنه څېړلې او پرېکړه یې کړې ده چې دا بندیز لرې کړي.

پر همدې بنسټ پر طالب مشرانو د سفر لګول شوی بندیز د درې نورو میاشتو لپاره لرې شوی دی.

په یادو ۱۴ غړو کې د مرستیال رییس الوزرا ملا عبدالغني برادر، سیاسي معین عباس ستانکزي، بل مرستیال رییس الوزرا سلام حنفي، بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي، اطلاعاتو او کلتور سرپرست خیر الله خیرخواه او نور الله نوري نومونه هم شامل دي.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې پر طالب مشرانو د سفر بندیز لرې کړی و او تېره ورځ پای ته ورسېد خو اوس بېرته د دریو نورو میاشتو لپاره لرې کړل شوی دی.

Leave a reply