لا هم سلګونه روږدي کسان د کابل پر سړکونه لیدل کېږي

0
234

لاهم سلګونه روږدي کسان د کابل پر سړکونو لیدل کېږي

کابو یوه نیمه میاشت کېږي چې افغانستان کې جمهوري نظام راپرځول شوی او پر ځای یې د ا.ا.ا واک ته رسېدلی؛ خو د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو پر سړکونو په سلګونو روږدي کسان بې کوره او بې برخلیکه حالت کې لیدل کېږي.

 

 

(2021 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)

کابو یوه نیمه میاشت کېږي چې افغانستان کې جمهوري نظام راپرځول شوی او پر ځای یې د ا.ا.ا واک ته رسېدلی؛ خو د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو پر سړکونو په سلګونو روږدي کسان بې کوره او بې برخلیکه حالت کې لیدل کېږي.

دغه کسان وايي چې تېر دولت هم د دوی ژوند ته پاملرنه نه وه کړې او اوسني دولت یې هم تر اوسه هېڅ پوښتنه نده کړې.

دوی د روږدي کېدو لامل فقر او بې وزلي ګڼي، دوی وايي چې که دولت ورته د درملنې زمینه برابره کړي او د په کار مصروف کړل شي له دې ناوړو توکو به خلاص شي.

دوی خپل ژوند خورا سخت او له تکلیفو سره مل ګڼي، دوی وايي نه پوهېږو چې د ډوډۍ وخت کې به څه خورو، چیرته به ځو، چیرته به اوسېږو او چیرته به مړه کېږو، دوی  سر پناه نلري، کورنۍ نه بې درکه شوي، دوی کېذخو یو شمېر یې حتا خپل ځان نه پېژني چې څوک او د کوم ځای دي.

دغه روږدي کسان په دولت غږ کوي چې درملنه یې وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.

تر دې وړاندې تېر دولت ویلي ؤ چې دغو کسانو ته به د درملنې او کار زمینه برابروي؛ خو هغه نظام سقوط او د وی ژوند لا هم بې برخلیکه پاتې دی.

 

Leave a reply