د امریکا متحده ایالتونو تازه ویلي چې افغانانو ته د دایمي ویزو د ورکړې بهیر چټکوي.

د امریکا متحده ایالتونو تازه ویلي چې افغانانو ته د دایمي ویزو د ورکړې بهیر چټکوي.
1 اکتوبر 2022
د امریکا حکومت غواړي چې د هغو افغانانو د دایمي ویزې د ورکړې بهیر چټک کړي چې امریکا ته رسيدلي دي.
په امریکا کې لسګونو زره افغانان ژوند کوي چې په افغانستان کې یې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې له امریکایایي پوځیانو سره همکاري کړې ده خو اوس د بېلابېلو ستونزو له امله، نه دي توانېدلي چې ویزه ترلاسه کړي او دې ته انتظار دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته ویزې ورکړي.
د لورین پیټرسن په نوم د کډوالو یوې وکیلي وویل چې د دې ګڼ موکیلین د اسنادو ستونزه لري او وایي چې په بیړه له افغانستانه وتلي دي اسناد یې پاتې شوې دي.
اړوند موضوعات
امریکا افغانانو ته د ځانګړو وېزو د ورکړو بهیر آسانه کوي
د ولسمشر بایډن ادارې ژمنه کړې ده چې روانه اکټوبر میاشت به د کډوالۍ په بهیر کې پراخ بدلونونه راولي، خو دوی به د بشري خواخوږۍ پر بنسټ موقتي درخواستونه ونه مني.





