امریکا افغانانو ته د ځانګړو وېزو د ورکړو بهیر آسانه کوي

امریکا افغانانو ته د ځانګړو وېزو د ورکړو بهیر آسانه کوي
ددې تر څنګ امریکایي ادارې دا هم وایي چې په غوښتنلیکونو کې لوړه سلنه یې د ځانګړو وېزو په شرایطو برابر نه دي، خو هغه کسان چې دغه شرایط یې پوره کړي دي د تخلیې بهیر او همدا راز د اسنادو ارزولو بهیر به یې چټک کړل شي.
(2022 / 7 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا افغانانو ته د ځانګړو وېزو د ورکړو بهیر آسانه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې شاوخوا ۷۵ زره افغانانو د امریکا د ځانګړو وېزو پروسې ته غوښتنلیکونه سپارلي دي خو د یوه کال په تېرېدو لا هم ددغه اسنادونو د ارزونې پروسه نه ده بشپړه شوې.
امریکايي چارواکي وایي دوی په دې لټه کې دي چې افغانانو ته د ځانګړو ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
د دې تر څنګ امریکایي ادارې دا هم وایي چې په غوښتنلیکونو کې لوړه سلنه یې د ځانګړو وېزو په شرایطو برابر نه دي، خو هغه کسان چې دغه شرایط یې پوره کړي دي د تخلیې بهیر او همدا راز د اسنادو ارزولو بهیر به یې چټک کړل شي.






