محب: د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې یو شمېر ط’البان لاس لري 

0
97

محب: د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې یو شمېر ط’البان لاس لري 

له هغه ځانمرګي برید وروسته چې د جمعې په ورځ سهار مهال د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند د کاج په لېسه کې ۸ زده کوونکي په نښه شول، تر ۳۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول. د دغې خونړۍ پېښې اکثره قربانیان ښځینه زده کوونکې دي.

(2022 / 10 / 1    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د کاج ښوونځي پر زده کوونکو د ورته ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو کې یو شمېر ط’البانو لاس درلود او د دغو بریدونو دوام ښيي چې طالبان لا هم په دغو بریدونو کې لاس لري.

ښاغلي محب دا خبره تېره شپه په یوه ټویټ کې کړې او زیاته کړې یې ده چې په دشت برچي کې د افغان محصلینو په پرله پسې توګه په نښه کول خفه کړی دی.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي، دا بریدونه د هغې دسیسې یوه برخه ګڼي چې له مخې به یې په افغانستان کې مذهبي او قومي جګړې ته لمن ووهي.

اړوند موضوعات: 

حامد کرزي د کابل کاج ښوونیز مرکز ننی برید غیر انساني عمل بللی او غبرګون یې ښودلی.

Leave a reply