حامد کرزي د کابل کاج ښوونیز مرکز ننی برید غیر انساني عمل بللی او غبرګون یې ښودلی.

0
213

حامد کرزي د کابل کاج ښوونیز مرکز ننی برید غیر انساني عمل بللی او غبرګون یې ښودلی.

30 سپتمبر 2022

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار دشت برچي اړوند پر « کاج ښوونیز مرکز» تروریستي برید چې د کانکور د ازمایښتي ازموینې پر مهال ترسره شو او ګڼو هلکانو او نجونو ته پکې مرګژوبله واوښته؛ په کلکو ټکو غندلی او دا یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

 

حامد کرزي دغه بشري ضد جنایت د هېواد د پرمختګ د دښمنانو یوه ښکاره دسیسه او د افغانستان د ابادۍ او روښانه راتلونکي لپاره د هېواد د ګرانو ځوانانو له هوډ څخه د هغوی د راګرځولو په معنی وباله.

 

کرزي ویلي، « ما پخوا هم ویلي چې د پردیو له دسیسو د هیواد ژغورنې یوازینۍ لار د دغو دسیسو پر وړاندې په شعوري ډول اګاهانه چلند او د ملي یووالي پیاوړتیا ده. د افغانانو د ستونزو د پای ته رسولو او له هېواده د بهرنیانو د لاسونو د لنډولو په خاطر، ژر تر ژره د ملي خبرو پر پیل ټینګار کوم.»

اړوند موضوعات

ا.ا کابل کې پر یوۀ ښوونیز مرکز برید غندلی دی   

 

پخواني ولسمشر د دغې ویرجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

Leave a reply