حکمتیار وایي: د هېواد راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره باید د تصمیم یوه مرجع ایجاد شي.

0
72

حکمتیار وایي: د هېواد راتلونکي برخلیک ټاکلو لپاره باید د تصمیم یوه مرجع ایجاد شي.

30 سپتمبر 2022

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د هېواد راتلونکي برخلیک د ټاکلو لپاره باید د تصمیم یوه مرجع ایجاد شي.حکمتیار وايي، چې دا مرجع باید د افغانستان اساسي قانون او د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه پرېکړې وکړي.

 

هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اوس په افغانستان کې یوه داسې مرجع نشته چې د ټول ملت استازیتوب وکړي.

 

نوموړي زیاته کړه دا مرجع به د اوسني موقت حکومت څخه واک په سوله ییزه بڼه نوي حکومت ته انتقالوي. نوموړي همداراز څرګنده کړه چې افغانان ځکه وروسته پاتې دي چې فرض شوي علم ته یې شا کړې ده.

Leave a reply