پوتین افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پر فعالیت اندېښنه ښودلې ده 

0
170

پوتین افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پر فعالیت اندېښنه ښودلې ده 

پوتین ویلي، که پر پولو د ګواښونو مخه ونه نیول شي، د سیمې د هېوادونو پر وضعیت منفي اغېز لرلی شي. هغه په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د برید یادونه هم کړې چې په خبره یې هلته د تروریستي ډلو لخوا ترسره شوی دی.

 

(2022 / 9 / 30    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده. نوموړي پرون یوې غونډې ته ویلي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او دا ډلې ښايي د خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو پر ضد جنایتکارانه پلانونه جوړ کړي.

پوتین ویلي، که پر پولو د ګواښونو مخه ونه نیول شي، د سیمې د هېوادونو پر وضعیت منفي اغېز لرلی شي. هغه په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د برید یادونه هم کړې چې په خبره یې هلته د تروریستي ډلو لخوا ترسره شوی دی.

پوتین دغه څرګندونې پۀ دسسې محال کوي چې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د سیمې او نړۍ ډیریو هېوادونو د افغانستان پۀ وروستي وضعت اندېښنه وښودله او ویې ویل چې پر وخت اقدام ونشي؛ افغانستان کې تروریستي ډلې پیاوړې کېدلی شي.

اړوند موضوعات: 

ایران افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا فعالیت پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده

بلخوا بیا ا.ا دغو اندېښنو ته پۀ ځواب کې ویلي چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو دغه اندېښنې بېځایه دي او پۀ وینا یې چې د افغانستان خاوره به د هېجا پر ضد ونۀ کارېږي.

 

Leave a reply