ایران افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا فعالیت پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده

0
61

ایران افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا فعالیت پۀ اړه اندېښنه ښودلې ده

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په راڅرګندېدو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې دغه هېواد ډېر ژر ترهګر جذبوي او د هغوی په خوندي ځای بدلېږي.

 

(2022 / 9 / 29    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا فعالیت په اړه د هېوادونو د نه ختمیدونکو اندېښنو په دوام خپله اندېښنه څرګنده کړې او ترهګري یې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازې او دایمي استازې زهرا ارشادي وايي، په افغانستان کې د ترورېزم بیا راڅرګندېدل د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کوي. هغه له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یې وویل چې ط’البان باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

زهرا ارشادي دا هم ویلي چې ط’البان مکلف دي چې په افغانستان کې دننه د دیپلوماتیکو ځایونو امنیت تامین کړي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان باید یو ځل بیا د ترهګرو د راټولېدو په خوندي ځای بدل نه شي.

مېرمن ارشادي په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کېدل یوه جدي اړتیا وبلله او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې په څرګندو ټکو ویلي وو چې د ط’البانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په راڅرګندېدو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې دغه هېواد ډېر ژر ترهګر جذبوي او د هغوی په خوندي ځای بدلېږي.

اړوند موضوعات: 

 د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر پۀ افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت راپورونه بې بنسټه بولي 

د اروپايي هېوادونو او امريکا استازو په يوه ګډه اعلاميه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ترهګرۍ د بيا رغولو لپاره سونګ کړی دی. طالبانو بیا دغه څرګندونې نه دي منلي او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه د کره معلوماتو د لرلو لپاره باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ په دنده وګمارل شي، څو نړۍ ته لومړی لاس معلومات وړاندې کړي.

Leave a reply