د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر پۀ افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت راپورونه بې بنسټه بولي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر پۀ افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت راپورونه بې بنسټه بولي
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لانیز سره په لیدنه کې کړې دي. هغه ویلي، چې افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکې، پارونکې او تخریبي ډلو ته کمپاین بولي.
(2022 / 2 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، چې په افغانستان کې ترهګرو ډلو شتون او فعالیت په اړه د نړیوالو اندېښنې بېځایه دي.
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لانیز سره په لیدنه کې کړې دي. هغه ویلي، چې افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکې، پارونکې او تخریبي ډلو ته کمپاین بولي.
مېرمن لاینز په دې لیدنه کې ویلي، افغانستان کې وضعیت ښه شوی او تېر ته په کتو سره د ناخوالو کچه تر ډېره حده کمه شوې، حالت مخ پر ښه کېدو روان دی او له نوي حکومت سره مو هماهنګي زیاته شوې ده.
ښاغلي متقي بیا ویلي، چې د نوي حکومت د پلانونو په پلي کېدو سره به د هېواد هر اړخیز وضعیت په بشپړ ډول مثبته وده وکړي او د ولس اړتیا وي به حل کړل شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې \ې لګېدلو بندیزونو د حکومت پر ځای ولس ته زیان رسولی او تجاران مو په اسانۍ راکړه ورکړه نشي کولای.
دغه لوړپوړي چارواکي یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان حکومت هیچاته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.
دا څرګندونې په داسې مهال شوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په افغانستان کې د بهرنیو اورپکو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.






