د ناټو سازمان عمومي سکرټر وايي چې لسګونه روسي سرتېري د اوکراین دننه ځای پر ځای شوي 

0
190

 د ناټو سازمان عمومي سکرټر وايي چې لسګونه روسي سرتېري د اوکراین دننه ځای پر ځای شوي 

ستولتنبرګ یو ځل بیا د روسیې لخوا د اوکراین اړوند د دونتسک او لوهانسک خپلواکه سیمو خپلواکي  د په رسمیت پیژندل وغندل او پر مسکو يي په شا ګام اوچتولو او ډیپلوماسۍ او سیاسي  حل لارې ته د راستنیدو غږ وکړ.

 

(2022 / 2 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د ناټو سازمان عمومي  سکرتر ینس ستولتنبرګ وویل چې روسیې د اوکراین دننه او شاوخوا د ځواکونو ځای په ځای کولو ته دوام ورکوي، روس ځواکونو محاربې په خاطر هر ډول چمتوالی نیولی او تیره شپه روس ځواکونه دونتسک او لوهانسک ته داخل شوي دي.

 ستولتنبرګ د ناټو – اوکراین د کمیسیون د غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

 ستولتنبرګ یو ځل بیا د روسیې لخوا د اوکراین اړوند د دونتسک او لوهانسک خپلواکه سیمو خپلواکي  د په رسمیت پیژندل وغندل او پر مسکو يي په شا ګام اوچتولو او ډیپلوماسۍ او سیاسي  حل لارې ته د راستنیدو غږ وکړ.

هغه وویل چې   د اروپا د امنیت له پلوه تر ټولو په خطرناکو شیبو کې چې یو نسل يي شاهدي  کوي  قرار لرو. 

روسیې د اوکراین سره په پولو کې ، په کریمیا او دونباس کې  ۱۵۰ زره تنه ځواکونه  او ددې سربیره یو زیات شمیر جنګي  الوتکې او چورلکې مستقر کړي  دي.

هغه خبرداری ورکړ چې روس ځواکونه محاربې ته اماده باش په وضعیت کې قرار لري. روس ځواکونه د کمپونو نه وتلي ساحه کې دي او برید ته اماده دي.

Leave a reply