د اوکراین ولسمشر احتیاطي ځواکونه دندې ته رابللي دي 

0
169

 د اوکراین ولسمشر احتیاطي ځواکونه دندې ته رابللي دي 

اوکراین د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په میاشت کې په اساسي قانون کې په فوق العاده حالاتو کې د سفربرۍ د اعلانولو نه پرته احتیاطي ځواکونه دندې ته د رابللو په خاطر اصلاحات رامنځته کړل.

 

(2022 / 2 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي په فوق العاده حالاتو کې احتیاطي ځواکونه دندې ته د راغوښتلو حکم لاسلیک کړ.

زیلانسکي  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي ویدیويي پیغام کې ویلي دي چې دم ګړۍ سفربرۍ ته اړتیا نشته خو پوځ تقویتي ځواکونو ته اړتیا لري.

ددې اړتیا د پوره کولو په خاطر احتیاطي ځواکونه دندو نه رابولو. پدې اړه يي حکم لاسلیک کړی دی.

اوکراین د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په میاشت کې په اساسي قانون کې په فوق العاده حالاتو کې د سفربرۍ د اعلانولو نه پرته احتیاطي ځواکونه دندې ته د رابللو په خاطر اصلاحات رامنځته کړل.

اوکراین وروسته د هغه نه چې د روسیې ولسمشر ددې هیواد د دونتسک او لوهانسک خپلواکو سیمو خپلواکي په رسمیت وپیژندله د احتیاطي ځواکونو د رابللو پریکړه وکړه.

د ویلو ده چې روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پارلمان نه د هیواد د پولو نه د بهر د پوځي  عملیاتو اجازه وغوښته چې د پارلمان د فدرارسیون شورا لخوا  ورته اجازه ورکړ شوه.

Leave a reply