ملګرو ملتونو شورا کې یوناما وویل: نړیواله ټولنه باید د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي.
ملګرو ملتونو شورا کې یوناما وویل: نړیواله ټولنه باید د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي.
29 سپتمبر 2022
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان پر مسایلو ځانګړې غونډه وکړه، په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک پوتزل د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویل، چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خبرې اترې او تعامل تر ټولو حقیقي کړنلاره ده.
مارکس پوتزل د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې د افغانستان له نویو واکمنانو سره تعامل او خبرې تر ټولو حقیقي کړنلاره وبلله او څرګندوي، چې که دا کار ونشي، افغانان او نړیواله ټولنه به له داسې کیسو سره مخ شي، چې هیڅوک یې هم د پېښیدو تمه نلري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک پوتزل وایي: که چارسمبالی حکومت ( اسلامي امارت) د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ورنکړي او له نړیوالې ټولنې سره د رغنده اړیکو لپاره خورا محدود فرصت کې ګام پورته نکړي؛ نو بیا به روښانه نه وي، چې په راتلونکي کې به څه پېښ شي. احتمالي سناریوګانې، ډله ییز مهاجرت او د تروریستي بنسټونو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کېدل او داسې نورې ستونزې به رامنځته شي او تر ټولو لومړی زیان به یې افغانانو ته ورسيږي. د دې لپاره مونږ باید له چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت) سره اړیکه ونیسو او د یوه ښه او حساب ورکوونکي حکومت په جوړولو کې مشروط تعامل د دې اهدافو ترلاسه کولو لپاره غوره لار ده.
مارک پوتزل د امنيت شورا په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي باید ژر تر ژره پرانیستل شي او نوي واکمن به د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د ناروی استازې وويل د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي.
د پوتزل د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ګاونډیانو عملي چلند خپل کړی او کوښښ کوي، چې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ژورولو له لارې حالت له ناوړتیا او بدېدو وژغوري.
د هغه د وینا له مخې؛ په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د تعامل د تګلارې ناڅرګندتيا به ځينې هېوادونه دې ته اړ کړي، چې خپلواکې پرېکړې وکړي.