د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د ناروی استازې وويل د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د ناروی استازې وويل د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي.
28 سپتمبر 2022
د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د ناروې استازې ویلي چې له طالبانو سره باید اړیکې وساتل شي او په وینا یې د افغانستان منزوي کیدل نه د افغانانو او نه هم د نړیوالې ټولنې په گټه دي.
نوموړې همداراز ویلي چې طالبانو د افغانستان بیارغونې پر ځای د افغانانو د حقونو محدودولو لاره غوره کړې او اوس افغانستان په نړۍ کې یوازېنۍ هیواد دی چې پکې له نجونو څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده
دغه راز دې غونډې ته د گانا استازي ویلي چې د زده کړو حق د ټولو انسانانو له اساسي حقونو څخه دی. نوموړي په طالبانو غږ کړی د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه ورکړي او په افغانستان کې د افغان نجونو لپاره ثانوي ښوونځي پرانیزي.





