د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده

0
113

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یونما دفتر ته دنده سپارلې چې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري، له ټولو مسوولو کسانو سره په اړیکه کې وي او د هر ډول بدلون په اړه ژر تر ژره ملګرو ملتونو او عمومي منشي ته معلومات ورکړي.

(2022 / 5 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د ښځينه وو د حقونو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو اندېښنه لري.

دغه اداره وايي افغان حکومت ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو د کار او زده کړو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز ویلي چې د افغانستان د اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه هم اندېښنه لري او پر ملکي وګړو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندي.

Leave a reply