شاه محمود قریشي، اسدمجید او اعظم باید را اوغوښتل شی چې دوی دې هیواد سره کومه لوبه وکړه: د مریم نواز غوښتنه

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مرستیالې مريم نواز په ايون فيلډ ريفرنس کښې د عدالت له لوري په بري کولو د الله شکر ادا کړے او وئيلي ئې دي چې نن د نواز شريف هم سر لوړې شو.
اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال مريم نواز وويل په دې مقدمه کې شپږ کاله درواغ ويل شوي، دغه کس دغه دروغ وويل، نن غواړم ددغه کس مخ وګورم، نن الله تا ناکام کړ، دروغ مو ثابت کړل. ناکام شو او نواز شریف الله سور کړ، ډیر ژر به نواز شریف هم بیرته راشي.
عمران خان بې وسه سړی دی، د دې مقدمې ګټونکی څوک دی، ټولو ته معلومه وه، هغه په بد نیت دغه مقدمه مخې ته راغلې، روزونکي یې هم له کاره وتلي دي.
د امريکایی لیک سره تړلې د آډيو ليک په اړه د پوښتنې په ځواب کې مريم نواز وويل چې د وزيراعظم په کوټه کې ناست دوه بد دماغو دروغ جوړ کړل.
مریم اوویل چې د دې مسئلې په اړه دې په لوړه کچه تحقیقات وشي او عمران خان، اعظم خان، شاه محمود قریشي او سفیر اسد مجید دې را اوغوښتل شي او پوښتنه دې وشي چې دوی څنګه له هېواد سره دا ډول ناوړه لوبه وکړه،مریم اوویل چې که مونږ تحقیقات نه شو کولای نو باید بندې کړو نو بیا باید سترګې پټې کړو او په کور کښې کمبلې واغوندو او اوده شو.
نور خبرونه
بلاول بوټو لۀ نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د ط’البانو لۀ حکومت سره مستقیم کار وکړي
د امریکا لیک ترلاسه کولو په اړه د شاه محمود قریشي بیان مخې ته راغلې دې