بلاول بوټو لۀ نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د ط’البانو لۀ حکومت سره مستقیم کار وکړي

0
233

بلاول بوټو لۀ نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د ط’البانو لۀ حکومت سره مستقیم کار وکړي 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ط’البان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړینو ظرفیتونو ته اړتیا لري او لومړی باید په دې برخه کې همکاري وشي او بیا قضاوت وشي. بلخوا د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف افغانستان د ترهګرۍ مرکز بللی و. هغه اندېښنه وښوده چې د ط’البانو له واکمنۍ وروسته افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی.

 

(2022 / 6 / 29     نېټع باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په خپله وروستۍ مرکه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره مستقیم کار وکړي. ځکه د ده په وینا دا کار به ښه پایله ولري.

د ښاغلي بوټو مرکه له اسوشیټیډ پریس سره شوې او په دې خبرو کې پر ط’البانو د فشار راوړل او پر هغوی انزوا کول خطرناک ګڼل شوي چې د افراطیت او استبداد اور ته لمن وهي. د هغه په ​​وينا، د ط’البانو تر کنټرول لاندې ادارو سره ګټور او مستقيم تعامل به ښه پايله ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ط’البان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړینو ظرفیتونو ته اړتیا لري او لومړی باید په دې برخه کې همکاري وشي او بیا قضاوت وشي. بلخوا د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف افغانستان د ترهګرۍ مرکز بللی و. هغه اندېښنه وښوده چې د ط’البانو له واکمنۍ وروسته افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی.

دغه راز یوشمېر لویدیځو هېوادونو، امریکا او د سیمې هېوادونو په وروستیو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه او له هغه بهر د ترهګرۍ د احتمالي خطر په اړه چې په افغانستان کې مخ په زیاتېدو دي ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

اړوند موضوعات: 

 د چارو شنونکو خبر ورکړی چې ناسم کورنی سیاست د افغانستان انزوا ته بوول دي

له بلې خوا د ط’البانو د حکومت چارواکو او ارګانونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت د زیاتوالي په اړه د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او دا یې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ادعا بللې ده.

Leave a reply