د چارو شنونکو خبر ورکړی چې ناسم کورنی سیاست د افغانستان انزوا ته بوول دي

د چارو شنونکو خبر ورکړی چې ناسم کورنی سیاست د افغانستان انزوا ته بوول دي
یادې شورا په یوې بیانیه کې ویلي چې د ا.ا له لوري د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو د افغانستان مسلمان ملت متاثر او نړیوال حیران کړي دي. یادې شورا له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چارو شنونکي وایي چې د دوحې فورم غونډه کې د افغانستان موضوع ډېره کمرنګه ده او لامل یې د افغان چارواکو وروستۍ ناسمې پرېکړې دي.
د افغان چارو شنونکي واحد فقیري ویلي چې ناسم داخلي سیاست پر بهرنیو اړیکو منفي اغېز کوي، په بهر کي مخالفتونه راپاروي، هیواد انزوا ته کشوي او دغه راز د هیواد نړیوال حیثیت ته زیان رسوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د شعیه عالمانو شوار هم ویلي چې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل به ستر ملي او نړیوال زیانونه تر شا ولري او دوام به یې د افغان نجونو د ناهیلۍ سبب وګرځي.