ټرمپ ویلي چې یوازینی ولسمشر وم، چې امریکا مې لۀ یوې بلې جګړې وژغورله 

0
153

ټرمپ ویلي چې یوازینی ولسمشر وم، چې امریکا مې لۀ یوې بلې جګړې وژغورله 

ټرمپ د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا ویلي چې بایډن د امریکا د ادارې وړتیا نه لري او په خبره یې، ولادیمیر پوتین، شي جین پینګ او کیم جونګ اون ډېر هوښیار مشران دي ځکه چې هغوی په ډېرو حساسو شرایطو کې د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره ګټورې پرېکړې کړې دي.

(2022 / 3 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی په تېرو څلورو لسیزو کې د امریکا یوازینی ولسمشر و چې دغه هېواد یې یوې نوې جګړې ته دننه نه کړ.

نوموړي په جورجیا کې خپلو پلویانو ته په خبرو کې ویلي، نه یوازې دا چې امریکا یې نوې جګړه کې نه ده ښکېل کړې بلکې خپل ځواکونه یې له عراق، سوریې، سومالي او ډېرو نورو هېوادونو څخه ایستلي دي.

نوموړي یو وار بیا پر رسنیو خوله پرې کړې او زیاته کړې یې ده چې دروغجنو رسنیو راپورونه ورکړل چې د ټرمپ شخصیت امریکا نوې جګړې ته دننه کوي خو حقیقت دا و چې د ټرمپ شخصیت امریکا له جګړو لرې وساتله.

Leave a reply