شیخ هیبت الله: پخپلو لیکو کې کم عمرو هلکانو ته ځای مه ورکوئ

شیخ هیبت الله: پخپلو لیکو کې کم عمرو هلکانو ته ځای مه ورکوئ
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تېر لمریز کال په پوځي لیکو کې د ماشومانو د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او زیاته کړې یې وه چې کم عمره کسان باید ژر تر ژره د امنیتي ځواکونو له لیکو وایستل شي.
(2022 / 3 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده په یو فرمان کې نظامي چارواکو ته سپارښتنه کړې ده څو په خپلو لیکو کې کم عمره کسانو ته ځای ورنه کړي.
د باختر اژانس په حواله په دې فرمان کې دغه راز راغلي چې په مرکزونو کې د کشرانو موجودیت فتنې زېږي او د ا.ا د عسکرو د بدنامۍ لامل کېږي نو پر همدې بنسټ باید کم عمره کسان له خپلو لیکو وباسي او له دې وروسته په خپلو لیکو کې ورته ځای ورنه کړي.