نن پاکستان او شپږ میاشتې وړاندې پاکستان کښې ډیر فرق دې، د امریکا دوره ی کامیابه وه: د پاکستان وزیرخارجه په واشنګټن کښې خبري غونډې ته وینا

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د امريکې دوره کامياب وه، د ننني پاکستان او شپږ مياشتې وړاندې د پاکستان ترمېنځه ښکاره فرق دی.
هغه اوویل چې په ٦ مياشتو کښې هر هیواد سره د پاکستان اړيکې ښې شوې دي، هغه اوویل چې عمران خان د پاکستان خارجه پالیسۍ ته ډیر زیان رسولې دې.هغه اوویل چې د خدای شکر دی چې مونږ اوس د پرمختګ په لور روان يو.
په واشنگټن کې دخبرو په مهال دپاکستان دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو وويل دامريکا ددورې اصلي مقصد دسيلاب ځپلو سره مرسته کول وؤ اؤ زمونږ ايجنډا دامريکا سره داړيکو ښه کول دي.
ده ووئيل وزيراعظم د امريكې د دورې په مهال د نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه وكړل، پاكستان كښې د سېلاب ځپلو لپاره ډېر كار كولو ته اړتيا ده، بلاول اوویل چې د ملګري ملتونو سيكرټري جنرل سېلاب ځپلو په اړه خبرې په لومړي کښې واچولې او په دې ی خبره وکړه.
هغه اوویل چې مونږ که هر څه هم د سیلاب ځپلو لپاره کوو نو دا کافي نه دي.
هغه وويل، چې د سېلاب له امله ستر ناورين رامنځته شوى، ټول پاکستان بايد په ګډه مبارزه وکړي، حکومت او مخالفين بايد له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره په ګډه کار وکړي، هغه څه چې کوي په حقيقت کې د خلکو له ژوند سره لوبې کوي. د سېلاب ځپلو په خبره، دا مهال د ټاکنو غوښتنه د سېلاب ځپلو له ژوند سره لوبې کول دي.
خارجه وزير زياته کړه چې اسد مجيد خپل ذمه وارۍ پوره کوي، خان صاحب غير مسوولانه کار کړى، هغه اوویل چې غلطي به عمران کوي او سزا به اسد مجید ته ورکوي، هغه اوویل چې دا به نا انصافي وي، بلاول بوټو زرداري اوویل او زیاته ی کړه چې خان صاحب زمونږ بهرنۍ پاليسۍ او اقتصاد ته ډير زيان رسولى دى.
بلاول بهټو وويل د اقليمي بدلون نه متاثره شوي لس ستر هيوادونه بايد په ګډه غږ پورته کړي، هند او پاکستان بايد د اقليمي بدلون په اړه په ګډه کار وکړي.هغه اوويل، چې د اقليمي بدلون د مخنيوي يوازنۍ حل لاره دا ده، چې نړۍ بايد متحد شي او پر وړاندې يې کار وکړي، که د اقليمي بدلون په اړه هوکړه ونه شي، نړۍ به زيانمنه شي. هغه وويل له کرونا وروسته نړۍ د اوکراين د جګړې له امله له کمښت سره مخ شوه، مونږ هم د اجناسو له بحران سره مخ يو، د سيلابونو له امله فصلونه له منځه تللي، په دې وروستيو کې له IMF سره يو تړون لاسليک شو او بيا سېلاب راغی، بلاول اوویل چې د نړۍ د ټولو هغو مرستو لپاره چې د پاکستان سیلاب ځپلو سره ی کړي دي ، موږ ترې مننه کوو.
وزیر امور خارجه پاکستان با همتای امرکایي خود درباره افغانستان گفتگو کرده است
د پاکستان وزیرخارجه بلاول بوټو زرداري غوښتنه کړې چې د پاکستان پورونو ورکولو نیټه دې وځنډول شي






