د پاکستان وزیرخارجه بلاول بوټو زرداري غوښتنه کړې چې د پاکستان پورونو ورکولو نیټه دې وځنډول شي

0
46

باغی ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له پاکستانه د پورونو د ورکړې د ځنډولو غوښتنه وکړه.

له عربي ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل مونږ د قرضونو معاف كولو خبره نه كوو خو په موجوده صورتحال كښې بايد د قرضونو ادا كول وځنډول شي۔

هغه وویل پاکستان له هند سره په امن کې ژوند کول غواړي خو دا یوازې هغه وخت ممکنه ده چې هند د کشمیر او اسلاموفوبیا په اړه له خپل افراطي دریځ څخه لاس واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، هند په یو اړخیزه او غیر قانوني توګه د مقبوضه کشمیر متنازع حیثیت بدل کړی دی. د هند دغه کړنې د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دي.

هغه وویل چې په پاکستان کې د سختو سیلابونو له امله په پراخه کچه تباهي رامنځ ته شوې ده. د سېلابونو او بارانونو له امله تر ۳۳ میلیونو ډېر کسان اغېزمن شوي دي. د سېلابونو له اغېزو سره سم، اوس قربانيان هم له روغتيايي بحران سره مخ دي.

بلاول بهټو وويل پاکستان غواړي چې د سترو صنعتي هيوادونو د قرضونو د واپس کولو په بدل کې په زرغون پروژو، د موسم په مقابله کې د انفراسټرکچر تمرکز وکړي، مونږ به دغه رقم په زرغون انفراسټرکچر پروژو مصرف کړو.

نور خبرونه

د نړۍ هیوادونو له لوري د پاکستان سیلاب ځپلو سره مرستې دوام لري

د سندهه تهر سیمې خلک وایی چې سیلابونه ددوی لپاره د الله تعالی لوی نعمت وو

د خزانې پخوانۍ وزیر اسحاق ډار چې په لندن کښې دې د وزیراعظم شهباز شریف سره واپس پاکستان ته راځي

Leave a reply