د نړۍ هیوادونو له لوري د پاکستان سیلاب ځپلو سره مرستې دوام لري

باغي ټي وي رپورټ
متحده عربي اماراتو (UAE) څخه یوه بله کارګو کښتۍ د سیلاب ځپلو لپاره د مرستې توکو په وړلو سره کراچۍ بندر ته ورسیده.
د متحده عربي اماراتو حکومت په یوه بار وړونکي کښتۍ کې د زرګونو سیلاب ځپلو لپاره د خوراکي توکو 30 کانټینرونه د مرستې توکي لیږلي دي.
په کراچۍ کې د متحده عربي اماراتو د کونسلګرۍ مخې ته د سېلاب ځپلو خلکو درمل او خوراکي توکي په بکسونو کې بسته شوي دي.
دا خبره مهمه ده چې وزیراعظم شهباز شریف په امریکا کښې د ملګري ملتونو د عمومي غونډې به ترڅ کښې د بهر هیوادونو بیله بیلو مشرانو سره لیدنه وکړه او دوی ته ی په ډاګه کړې چې پاکستان د سیلابونو د زیان له امله سخت اغیزمن شوې دې، رسنیو سره په مرکه کښې ی اوویل چې د پاکستان معیشت ته تر ۳۰ ملیارده ډالره زیات زیان رسیدلې دې، امریکا، چین ، استرالیا او یو شمیر نور هیوادونو د سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره مالي او نورې مرستې پاکستان ته رالیږلي دي.
…………………
نور خبرونه
د خزانې پخوانۍ وزیر اسحاق ډار چې په لندن کښې دې د وزیراعظم شهباز شریف سره واپس پاکستان ته راځي
د پاکستان خزانې وزیر متفاح اسماعیل خپله استعفی پخواني وزیراعظم نواز شریف شریف ته وړاندې کړې ده





