بلخ؛ هغه کس نیول شوی چې د بل چا کوژدنه یې لۀ تښتولې وه   

0
283

بلخ؛ هغه کس نیول شوی چې د بل چا کوژدنه یې لۀ تښتولې وه 

ویل کیږي چې هغه مهال دغې ښځې له بل چا سره کوژده کړې وه. د وزيري په وينا، دغه ښځه په خپله خوښه تښتېدلې ده. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي چې د دغه سړي او ښځې دوسیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته استولې ده.

 

(2022 / 9 / 28    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د حکومت امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی چې یوه ښځه چې له کوره تښتېدلې او یو کال وړاندې یې د خپلې خوښې له یوې سړي سره کوژده کړې وه،د تېښتې حال کې نیولي دي. دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري وويل چې دغه سړى او ښځه تېره ورځ د سنبلې دمياشتې په پنځمه نيټه د دغه ولايت له دهدادي ولسوالۍ څخه له کوره دتيښتې په تور نيول شوي دي.

د هغه په ​​وينا، يو نيم کال وړاندې د جاوېد په نوم يو تن چې د خپل تره زوی یې ؤ ورسره کوژده یې کړې او د دهدادي ولسوالۍ د بابکوهينو اصلي اوسېدونکې فاطمه د دلبر په نوم یو کس سره تښتېدلې او هغه سره يې واده کړى دى.

ویل کیږي چې هغه مهال دغې ښځې له بل چا سره کوژده کړې وه. د وزيري په وينا، دغه ښځه په خپله خوښه تښتېدلې ده. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي چې د دغه سړي او ښځې دوسیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته استولې ده.

اړوند موضوعات:

 لۀ کور نه تېښته؛ هرات ولایت کې درې ځوانې نجونې نیول شوې دي 

د “کور څخه تیښته” د اصطلاح معنی د یو سړي سره د یوې ځوانې نجلۍ تیښته ده، چې معمولا د واده کولو په نیت وتښتي. په تېرو وختونو کې هم له کوره تېښته وه، چې د کورنی تاوتریخوالی او جبري ودونو د تېښتې لامل کېږي.

Leave a reply