لۀ کور نه تېښته؛ هرات ولایت کې درې ځوانې نجونې نیول شوې دي

دغې قوماندانۍ ویلي چې د درېیو ځوانو نجونو دوسیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې ده.
د ا.ا.ا د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو درېيو تنکيو نجونو د تېښتې د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي، خو تر دې وړاندې هم په ځينو ولايتونو کې ورته پېښې شوې وې.
(2022 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هرات ولايت کې د ا.ا. امنیتي سيمه ييزو مسوولينو له کوره د تېښتې په جرم درې ځوانې نجونې نيولې دي.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې دغه درې نجونې د هرات ښار له شپږمې ناحيې څخه نيول شوې دي.
دغې قوماندانۍ ویلي چې د درېیو ځوانو نجونو دوسیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې ده.
د ا.ا.ا د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو درېيو تنکيو نجونو د تېښتې د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي، خو تر دې وړاندې هم په ځينو ولايتونو کې ورته پېښې شوې وې.
د یادونې ده چې دغه ډول پېښې پخوا د کورني تاوتریخوالي لۀ امله رامنځته کېدلې؛ خو تر اوسه د یادې پېښې د پېښېدلو لامل ندی څرکند شوی.