عباس ستانکزي وويل: هیواد کې زده کړو ته باید له تبعیض پرته اجازه ورکړل شي.

عباس ستانکزي وويل: هیواد کې زده کړو ته باید له تبعیض پرته اجازه ورکړل شي.
27 سپتمبر 2022
د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي، تعلیم پر نارینه او ښځینه فرض دی او هېڅوک یې د بندولو حق نه لري.
عباس ستانکزي چې د ګرځندوی نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې خبرې کولې یو ځل بیا د افغان دولت پر مشرانو غږ وکړ څو د نجونو ښوونځي له تبعیض پرته ژر تر ژره پرانیزي، هغه زیاته کړه چې له دې چارې سره د ولس او حکومت ترمنځ واټن پیدا کېږي او هغوی ناراضه کېږي چې د اسلامي امارت لپاره یې قرباني ورکړې ده.
نوموړي وويل چې په هېواد کې بايد نارينه او ښځو ته د زده کړو زمينه برابره شي. هغه زیاته کړه چې زدهکړه پر نر او ښځه فرض دی او هغه کسان چې د نجونو د زدهکړو مخالفان دي، شرعي دلیل دې وړاندې کړي.
اړوند موضوعات
د افغانستان لپاره د یوناما مشر ویلي طالبان باید د انجونو ښوونځي نور پرانیزي.
عباس ستانکزي د خپلې وینا پرمهال دا هم وویل چې اسلامي امارت باید هېواد کې نجونو او هلکانو ته له توپیر پرته د زدهکړو زمینه برابره کړي. نوموړي د پوهنې وزارت سرپرست او اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې که په هېواد کې ملي وحدت غواړو نو له ځنډ پرته دې نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.






