د خارجه وزارت سیاسي معین د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

0
102

د خارجه وزارت سیاسي معین د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

27سپتمبر 2022

د افغان دولت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال پاکستان ته ګوتڅنډنه وکړه چې د پورونو د ترلاسه کولو لپاره دې د افغانانو پر حيثيت لوبې نه کوي.

 

عباس ستانکزي نن کابل کې يوې غونډې ته وويل چې افغان دولت د پاکستان ټولې ستونزې درک کوي خو اسلام اباد ته نه ښايي چې له نړيوالو د پورونو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان د وسيلې په توګه وکاروي.

 

ده وویل پاکستان راباندې ۴۰ کاله تجارت وکړ او نور دې بس کړي. د ستانکزي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي اسبملۍ کې د پاکستان د لومړي وزير د هغو څرګندونو په غبرګون کې وې چې ويلي يې وو افغانستان د ترهګرو پر پټنځای بدليدونکی دی.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل چې پاکستاني چارواکي دې د لويديځوالو د خوشاله کولو لپاره پر نړيوالو سټېجونو د کلام عفت نه تر پښو لاندې کوي.

نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې امريکايي ډرون الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځي او اسلام اباد ترې په ميليونونو ډالره اخلي. ستانکزي د پاکستان پر ملت غږ وکړ چې د خپلو چارواکو د دې چټلې سوداګرۍ مخه ونيسي.

اړوند موضوعات

د خارجه وزارت سیاسي معین عباس ستانکزي وويل: موږ نه؛ بلکې امریکا د دوحې له تړونه سرغړونه کوي.

عباس ستانکزي زیاته کړه چې له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، خو په وينا يې چې که د نورو دوه مخي دوام کوي د اسلامي امارت مجاهدين يې په لسګونه زره کيلومتره وړاندې ځغلولی شي.

Leave a reply