د کورنیو چارو وزارت پریکړه کړې چې د هغه ۱۴ پاکستانیانو په ضد به قانوني کاروایی وشي کومو چې لندن کښې د مریم اورنګزیب سپکاوې کړې

باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه اسحاق ډار به څه وخت هم د سينيټر او د خزانې د وزير په توګه سوګند پورته کړي.
پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هغو ۱۴ پاکستانیانو معلومات ترلاسه کړي چې د اطلاعاتو او خپرونو وزیرې مریم اورنګزېب یې په مرکزي لندن کې ځورولی وه ، هغهې ته ی بدې ردې ویلې وې او د هغې سپکاوې ی کړې وو.
دسرچينو له مخې په وژل شوؤ کسانو کې ٤ ښځې اؤ ١٠ نارينه شامل دي چې دهغوي د تابعيت تفصيل هم ترلاسه شوى دى.
اوس پرېکړه شوې چې د دغو کسانو د پاکستان له خوا صادر شوي ټول کرکټر سندونه لغوه شي.
سرچينه وایی چې د دغو کسانو د پاسپورټونو او د شناختي کارتونو د لغوه کولو په اړه غور روان دي، کریکټر سرټیفیکیټ د کورنيو چارو وزارت او د پوليسو د بېلابېلو افسرانو له خوا دوی ته جاري شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت به ټول ترلاسه شوي معلومات کابینې ته وړاندې کوي.
ياده دې وي چې مريم اورنګزېب دوه ورځې وړاندې د لندن په يوه کافي شاپ کې د پي ټي ايي د کارکنانو لخوا محاصره شوې وه او ورسره يې نامناسبه ژبه کارولې وه او د هغې سپکاوې ی کړې ووه.
نور خبرونه
د اسحاق ډار د نااهلۍ لپاره جمع کړې شوې درخواست واپس واخستل شو
د پخواني وزیر خزانه اسحاق ډار پاکستان ته واپسي، د ډالر په مقابله کښې پاکستانۍ کلداره قوي شوې ده





