عباس ستانکزي غوښتنه کړې چې د نجونو زده کړو مخالفین دې شرعي دلیل وړاندې کړي   

0
251

عباس ستانکزي غوښتنه کړې چې د نجونو زده کړو مخالفین دې شرعي دلیل وړاندې کړي 

 

عباس ستانکزي د خپلې وینا پر مهال دا هم وویل چې ا.ا باید هېواد کې نجونو او هلکانو ته له توپیر پرته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د پوهنې وزارت له سرپرست او اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې له ځنډ پرته دې نجونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي

 

(2022 / 9 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن کابل د ګرځندوۍ نړیوالې ورځې په نمانځغوڼده کې د وینا پرمهال وویل چې زده‌کړې پر نر او ښځه فرض دي او هغه کسان چې د نجونو د زده‌کړو مخالفان دي، شرعي دلیل دې وړاندې کړي.

عباس ستانکزي د خپلې وینا پر مهال دا هم وویل چې ا.ا باید هېواد کې نجونو او هلکانو ته له توپیر پرته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د پوهنې وزارت له سرپرست او اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې له ځنډ پرته دې نجونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي دغو څرګندونو ته پۀ غیرګون کې د امرباالمعروف وزیر ویلي چې د ښځو عصريـزده کړې فرض نه بلکې مباح دي.

اړوند موضوعات:  

اروپايي ټولنې د ا.ا.ا باندې غږ کړی چې د نجونو زده کړې پۀ اړه پرېکړه بېرته واخلي 

ښاغلی ستانکزی دغه څرګندونې داسې محال کوي چې تر دې وړاندې ځینو سیاسیونو ویلي ؤ چې د .ا.ا تر منځ ژور خپل اختلافات شته؛ خو د ا. چارواکو بیا دغه څرګندونې رد کړې وې.

 

Leave a reply