اروپايي ټولنې د ا.ا.ا باندې غږ کړی چې د نجونو زده کړې پۀ اړه پرېکړه بېرته واخلي

اروپايي ټولنې د ا.ا.ا باندې غږ کړی چې د نجونو زده کړې پۀ اړه پرېکړه بېرته واخلي
د دغو هېوادونو په اعلامیې کې راغلي چې ټول افغانانو په ټولو ولایتونو کې د تعلیم یو ډول او برابر حقوق لري. وړمه ورځ د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو، خو د نجونو تر شپږم ورپورته ټولګي تر څو ساعتونو ورسته بیرته بند شول.
(2022 / 3 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا، کاناډ، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او ناروې حکومتونو او د اروپايي ټولنې عالي استازي په یوې ګډې اعلامیې کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د ا.ا د حکومت پرېکړه غندلې ده او له دوی یې غوښتي چې خپله پرېکړه دې ژر بېرته واخلي.
په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا کار افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د ا.ا د ورکړل شوې ژمنې خلاف دی. اعلامیه وايي چې نړیوالې ټولنې شاوخوا شپږ میاشتې ښوونکو ته په دې هیله معاشونه ورکړل چې ښوونځي به د ټولو پر مخ خلاصېږي.
اعلامیې همدغه راز ویلي چې د ا.ا حکومت دا پرېکړه به په داخل او بهر کې د سیاسي ملاتړ او مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو په لیدلوري باندې خامخا اغیز لري.