غور ولایت کې د رواني ناروغانو لپاره د تداوۍ مرکز پرانیستل شو 

0
170

غور ولایت کې د رواني ناروغانو لپاره د تداوۍ مرکز پرانیستل شو 

په همدې حال کې د غور د ولايتي روغتون رييس عبدالاحمد نوري وايي، چې د دغه ولايت له ٥٠ سلنې څخه زيات اوسېدونکي په بېلابېلو رواني ستونزو اخته دي. د غور ولایت د رواني روغتیا ریاست په سمبالتیا سره کولای شي د ډیرو ناروغانو د ستونزو درملنه وکړي.

 

(2022 / 9 / 27    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په غور ولایت کې د ا.ا د حکومت روغتیايي چارواکي تاییدوي چې د غور په ولایتي روغتون کې د رواني روغتیا ریاست د نارینه او ښځینه دواړو څانګو کې فعال شوی دی.

د غور ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق وايي، چې د روغتون دغه برخه د یکشنبې په ورځ د میزان په درېیمه د یونیسف په مالي مرسته فعاله شوه.

په همدې حال کې د غور د ولايتي روغتون رييس عبدالاحمد نوري وايي، چې د دغه ولايت له ٥٠ سلنې څخه زيات اوسېدونکي په بېلابېلو رواني ستونزو اخته دي. د غور ولایت د رواني روغتیا ریاست په سمبالتیا سره کولای شي د ډیرو ناروغانو د ستونزو درملنه وکړي.

د غور ولايت اوسېدونکو د غور د ولايتي روغتون د رواني روغتيا د څانګې پر پرانيستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دې څانګې په فعالېدو سره د دغه ولايت د اوسېدونکو ډېرې رواني او روغتيايي ستونزې هوارې شوې او شته.

اړوند موضوعات: 

هند کابل کې د اندراګاندي روغتون سره د طبي توکو مرسته وکړه 

نور له یاد ولایت څخه د رواني ناروغانو لیږدولو ته اړتیا نشته. د کارپوهانو په اند په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او بې وزلۍ له امله د هېواد د وګړو لویه برخه په رواني ناروغیو اخته ده.

Leave a reply