هند کابل کې د اندراګاندي روغتون سره د طبي توکو مرسته وکړه 

0
200

هند کابل کې د اندراګاندي روغتون سره د طبي توکو مرسته وکړه 

خبرپاڼه زياتوي، چې هند تر اوسه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بېړنیو غوښتنو په پام کې نیولو سره په لسو پړاوونو کې ۳۲ ټنه د طبي توکو مرسته کړې ده.
د خبر پاڼې په حواله، په دغو طبي مرستو کې، د طب اړین توکي، د نري‌رنځ ضد درمل، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ۵۰۰زره دوزه واکسین او نور طبي توکي شامل ؤ.

 

(2022 / 8 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هند وایي، د بشري مرستو په لړ کې یې د طبي توکو یوه کڅوړه افغانستان ته لېږلې او په کابل یې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته یې سپارلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه هېواد د بشري مرستو په لړ کې تېره ورځ د طبي توکو لسمه کڅوړه افغانستان ته لیږلې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې هند تر اوسه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بېړنیو غوښتنو په پام کې نیولو سره په لسو پړاوونو کې ۳۲ ټنه د طبي توکو مرسته کړې ده.
د خبر پاڼې په حواله، په دغو طبي مرستو کې، د طب اړین توکي، د نري‌رنځ ضد درمل، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ۵۰۰زره دوزه واکسین او نور طبي توکي شامل وو

Leave a reply