د کابل ښار د مرنجان غونډۍ پر سر د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښار د مرنجان غونډۍ پر سر د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې پيل شوې.
26 سپتمبر 2022
د کابل ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند د مرنجان، نرنجان یا نادرخان تپې/ غونډۍ پر سر یو لوی تفریحي پارک جوړولو چارې پیل او د یو کال په موده کې به بشپړ شي.
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید وویل چې مرنجان غونډۍ به ډیر ژر په یوه غوره تفریحي سیمه بدله شي.
اړوند موضوعات
کابل ښاروالۍ سرکونو او واټونو ته څیرمه د موټر پارکینګونو او تمځایونو قرارداد فسخ کړل.
د کابل ښاروالۍ مسؤلین وايي، د مرنجان غونډۍ تاسیسات به د بېلابېلو ادارو له لوري د خصوصي کورني سکتور پر مرسته د یوه کال په موده کې جوړ او بشپړ شي، د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه تفریحي پارک به د یو لوی جامع جومات، کلینیک، د ځوانانو او ماشومانو لپاره سپورټي لوبغالي، میلمستونونه، د وسایطو پارکینګ، کانتین، د ناشتي اوږدې څوکۍ، سیوری ځای، کټارې، د زرغونو سیمو پراختیا، د اوبو د ښکلا فوارې او یو شمېر نورو تاسیساتو لرونکی وي.