خوست ولایت کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.

0
198

خوست ولایت کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.

26 سپتمبر 2022

د افغان نوي دولت راتګ سره د هیواد اقتصاد ته سخته ضربه ورسیده، له بهره د وارداتو لړۍ تر ډیره پیکه شوه، چې له امله یې د خوراکي توکو په بیو کې ډیر لوړوالی راغلو.

خو افغان دولت وخت ناوخته د د دغه ستونزو د حلولو لپاره جدي ګامونه پورته کړل، د روسیه په شمول یې د ځینو هیوادونو څخه د خوراکي توکو د واردولو تړونونه وکړل، چې له امله یې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلو.

نن‌ د خوست ولایت ځینو سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړو، چې دغه ولایت په بازار کې نرخونه اوس کنترول دي.

اړوند موضوعات

 د ا.ا.ا افغانستان سوداګرو ته د ډالرو تر راټیټېدو وروسته خبر ورکړی چې د توکو نرخونه راټیټ کړي  

 

د ۱۶ ليتره بوشکې غوړو نرخ نن ورځ ۱۷۵۰ افغانۍ و، چې مياشتې مخکې ۳۰۰۰ افغانۍ وه، همدا را د ‏۵۰ کيلو د اوړو بوجۍ ۲۴۵۰ افغانۍ؛ مياشت مخکې ۲۸۰۰ افغانۍ، یوه بوجۍ بوره ۳۰۰۰، شل شپې مخکې ۳۷۰۰، ‏ګاز ۷۰ افغانۍ، مياشت مخکې ۹۵ افغانۍ، ‏پټرول ۸۴ افغانۍ، دوه مياشتې مخکې ۹۶ افغانۍ او ‏کيمياوي سره ۲۷۵۰ افغانۍ، مياشت مخکې ۳۲۰۰ افغانۍ یوه بوجۍ وه.

Leave a reply