د ا.ا.ا افغانستان سوداګرو ته د ډالرو تر راټیټېدو وروسته خبر ورکړی چې د توکو نرخونه راټیټ کړي  

0
221

د ا.ا.ا افغانستان سوداګرو ته د ډالرو تر راټیټېدو وروسته خبر ورکړی چې د توکو نرخونه راټیټ کړي  

په هېواد کې د خوراکي توکو بیې هغه مهال لوړې شوې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټيټ شو، خو اوس چې بېرته افغانۍ خپل ارزښت ترلاسه کړی دی، لا هم خوراکي توکي په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

 

(2022 / 2 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وايي سوداګر دې د نرخونو د ټېټولو لپاره اقدام وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولینو تېره ورځ ناوخته په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په هېواد کې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ شوی دی، نو له همدې امله سوداګرو ته په کار ده چې په بازارونو کې د توکو په تېره د خوراکي توکو د بیو د کمښت لپاره اقدام وکړي.

په هېواد کې د خوراکي توکو بیې هغه مهال لوړې شوې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټيټ شو، خو اوس چې بېرته افغانۍ خپل ارزښت ترلاسه کړی دی، لا هم خوراکي توکي په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

اړوند موضوعات: 

نن د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پۀ وړاندې خپل نور هم راټیټ شوی 

عام وګړي هم په بازارونو کې د لوړو نرخونو د موجودیت له امله شکایت کوي.

Leave a reply