د اتحادي حکومت وفاقي وزیر احسن اقبال د عمران خان په ضد د مقدمه کولو اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان خلاف د مقدمې درج کولو اعلان کړې دې۔
خپل يو بيان کښې د ليګ مشر احسن اقبال وئيلي دي چې د نارووال سپورټس سټي کمپلکس د خرابولو په تور به د عمران خان خلاف مقدمه درج کړي او د سپورټس کمپلکس بحالۍ لپاره به اضافي خرچه به د عمران خان او نيب نه اخلي۔
ده ووئيل چې عمران خان په 4 كلونو كښې د پاكستان معيشت بمبار كړو، مونږ د عمران حكومت د ماينونو نه پاكولو ته اړ يو۔
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي اسلام آباد هائي کورټ د وفاقي وزير احسن اقبال خلاف د نارووال سپورټس سټي کمپلکس ريفرنس خارج کړے وو۔
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله د احسن اقبال په ضد نارووال سپورټس سټي کمپلکس برطرفه کړے او وئيلي ئي دي چي سپريم کورټ د پوليټيکل انجينرينګ فيصله جاري کړي ده، آيا دا د پوليټيکل انجينيئرنګ غوره مقدمه نه ده؟
ورسته عدالت د احسن اقبال خلاف د نارووال سپورټس سټي کمپلکس ريفرنس خارج کړے دے۔
نور خبرونه






