وزیراعظم شهباز شریف د قامي سلامتیا مهمه غونډه راغوښتې ده

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د وزيراعظم هاؤس پشمول د مهمو ځايونو نه د پټو ريکارډنګونو په معامله د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه رابللې ده۔

دسرچينو له مخې وزيراعظم دشورو په ورځ په وزيراعظم هاوس کې دقومي سلامتۍ کميټۍ غونډه رابللې ده چې پکې به دائي ايس ائي اؤ ائي بي مشران هم برخه اخلي.
سرچينې وائي دآئي بي اؤ ائي ايس ائي مشران به دملي سلامتي کميټۍ ته دخفيه ريکارډنګ په اړه بريفنګ ورکوي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې به د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او مالیې وزیران هم ګډون وکړي.

ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې په وزيراعظم هاؤس کې شوې غونډه کې دغه آډيو افشا شوې وه چې له هغې وروسته د وزيراعظم هاؤس د امنيت په اړه پوښتنې راپورته شوې وې.
د داخله چارو وزير رانا ثناء الله په دې اړه وئيلي دي چې د دې معاملې پلټنه شروع کړې شوې ده او د پلټنو نه پس به معلومه شي چې د وزيراعظم هاؤس امنيت خراب کړے شوے دے او که نه، دا مهال دې کار په اړه کومه اندیښنه باید مخې ته را نه شي.

نور خبرونه

بلوچستان کښې د فوځي چورلکې راغورځیدو پیښه، د وزیراعظم شهباز شریف غبرګون مخې ته راغلې دې

اسلام آباد هایی کورټ د عمران خان د نااهله کولو مقدمې اوریدنه تر ۱۱ اکتوبر پورې ځنډولې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文