د پوهنې سرپرست وزیر تېره ورځ رسماً خپلې چارې پیل کړې
د پوهنې سرپرست وزیر تېره ورځ رسماً خپلې چارې پیل کړې
خو د ط’البانو د پوهنې وزارت د ښوونیز کال د پیل په ورځ اعلان وکړ چې دا کار وځنډول شو او د افغانستان له شرعي او سنتي قوانینو سره سم د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو د یونیفورم په اړه له پرېکړې وروسته به ښوونځي بېرته پرانېستل شي.
(2022 / 9 / 26 نېټع باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
باختراژانس خبر ورکړى چې حبيب الله اغا په رسمي ډول د طالبانو دحکومت دپوهنې دوزير په توګه خپله دنده پيل کړه .
حبیب الله اغا د ط’البانو د حکومت د مشر هبت الله اخندزاده لۀ لوري په دغه مقام ټاکل شوی دی. تر دې وړاندې مولوي نورالله منیر د ط’البانو په حکومت کې د پوهنې وزیر و، چې د ط’البانو مشر له دې دندې لرې کړ او د حکومت د مرکزي دارالافتا د رییس په توګه یې وټاکه. د ط’البانو د حکومت د پوهنې وزارت نوی مشر مولوي حبیب الله اغا ۷۰ کاله عمر لري او د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
نوموړی په ۱۹۹۰ لسیزه کې د ط’البانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د کندهار ښار په جنايي محکمه کې د طالبانو قاضي و.
د ط’البانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، په تېرو شلو کلونو کې چې دغې ډلې د امریکايي ځواکونو او د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد جګړه کوله، د ط’البانو د مرکزي دفتر مشر حبیب الله اغا و.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د ط’البانو له راتګ وروسته د کندهار د علماوو د شورا مشر وټاکل شو، مخکې له دې چې د پوهنې وزیر شي.
د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې شاوخوا ۳۷۵ ورځې تېرې شوې دي. ط’البانو له پرله پسې غوښتنو سره سره د دغو ښوونځيو د پرانستلو کومه لېوالتيا نه ده ښودلې. د ط’البانو حکومت لا دمخه اعلان کړی و، چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په نوي تعلیمي کال کې به نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شي.
اړوند موضوعات:
افغان دولت د پوهنې او معارف وزارت لپاره نوې وزیر مولوي حبیب الله آغا وټاکلو.
خو د ط’البانو د پوهنې وزارت د ښوونیز کال د پیل په ورځ اعلان وکړ چې دا کار وځنډول شو او د افغانستان له شرعي او سنتي قوانینو سره سم د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو د یونیفورم په اړه له پرېکړې وروسته به ښوونځي بېرته پرانېستل شي.