افغان دولت د پوهنې او معارف وزارت لپاره نوې وزیر مولوي حبیب الله آغا وټاکلو.
افغان دولت د پوهنې او معارف وزارت لپاره نوې وزیر مولوي حبیب الله آغا وټاکلو.
20 سپتمبر 2022
د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد شیبه وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووېل چې د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د پوهنې وزارت مخکینی سرپرست وزیر شیخ نورالله منیر تغیر شو او پر ځای یې نوی وزیر وټاکل شو.
د دغه وزارت لپاره د شیخ هبة الله اخندزاده د حکم پر اساس نوی وزیر مولوي حبیب الله آغا وټاکل شو، نوموړی له دې مخکې د کندهار د علماؤ کمیټې رئیس و.
همدا راز د پوهنې مخکینی سرپرست وزیر شیخ نورالله منیر د مرکزي دارالافتاء د لوی ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو.
اړوند موضوعات
افغان دولت په خپل تشکیل کې د وزارت په سطحه نوې بیلا بیلې ټاکنې ترسره کړي.
یاده اعلامیه کې افغان دولت نورې مهمې ټاکنې کړي.