د نرښځیانو لپاره قانون، جماعت اسلامی حکومت ته الټي میټم ورکړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق حکومت ته د نرښځيانو بل په حقله الټي ميټم ورکړے دے۔
غونډې ته د وینا پر مهال سراج الحق وویل چې د همجنسبازانو د حقونو دفاع کوي، خو اجازه به ور نه کړي چې د خسرو د ساتنې په نوم کلتور، تمدن او اسلامي ارزښتونه له منځه ولاړ شي.
ده ووئيل جماعت اسلامي د نرښځيانو په بل كښې د بدلون تجويز وركړې، اول سود او اوس زمونږ اختلاف د نرښځيانو په مسله له نظام سره دى.
د جماعت اسلامي امير وويل چې نه بلاول، نه شهباز شريف او نه عمران خان د ډاکټر عافيه صديقي لپاره غږ اوچت کړې دي، دا ټول د امريکا غلامان دي، پرون مسلم ليګ ن ژړل، نن پي ټي ايي ژاړي او سبا بيا د شهباز شريف وار دی.
سراج الحق ویلي که د نرښځیانو بل کښې بدلون و نه کړې شی نو تر اسلام اباد پورې به د لاریون اعلان وکړي.
نور خبرونه
باید مونږ ضد پریږدو ، په هیواد کښې باید پاکې او آزادې ټاکنې ترسره شی: پخواني وفاقی وزیر چوهدري