د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شهبار شریف څرګندونې له واقعیت لرې بللي.

0
50

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شهبار شریف څرګندونې له واقعیت لرې بللي.

24 سپتمبر 2022

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو په غبرګون کې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د شهباز شریف څرګندونې ناسمې او له واقعیته لرې دي، چې ګنې تروریستي ډلې په افغانستان کې مرکزونه او فعالیت لري. کرزي ویلي، د کلونو کلونو پېښو ثابته کړې چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې افغانستان د تروریزم قرباني دی.

هغه زیاته کړې چې حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په ‎پاکستان کې دي او د ‎پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د ‎افغانستان په خلاف استعمالیږي.

اړوند موضوعات

عبدالسلام ضعیف په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دریځ یوه نوې دسیسه بللې.

پخوانی جمهور رئیس د ‎پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د ‎افغانستان پر خلاف له ناسمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.

Leave a reply