عبدالسلام ضعیف په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دریځ یوه نوې دسیسه بللې.

0
157

عبدالسلام ضعیف په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دریځ یوه نوې دسیسه بللې.

24 سپتمبر 2022

عبدالسلام ضعیف وایي: پاکستان د افغانستان په اړه د نوې لوبې په هڅه کې دی

په پاکستان کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ سفیر عبدالسلام ضعیف د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پرونیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، د شریف وروستی دریځ د کابل پر وړاندې د اسلام آباد د نوې دسیسې ښکارندويې کوي او دغه هېواد غواړي، چې خپل ناپاکه لاس د افغانانو پر لمن پاک کړي.

ضعیف پر خپله ټویټر پاڼه د اسلامي امارت او پاکستان اړیکو ته په اشارې ویلي، چې پکار ده تر څو د دې دسیسې جدي مطالعه وشي او په سیاست کې خوشباوري تر ټولو غلط سیاست دی.

اړوند موضوعات

افغان دولت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او نورو هیوادونو دریځ ته غبرګون ښودلی.

 

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون د ملګرو ملتونو سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي و، چې افغانستان کې ترورېستي ډلې فعالې دي، چې دوی يې اندېښمن کړي.

Leave a reply